طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند جانان سایق نن (سې‌شنبه، د غبرګولي لومړۍ) ویلي، ددې سېلابونو په پایله کې ۲۶۶ تنه ټپیان شوي او ۱۴زره ۹۲۳ کورونه په نیمه او بشپړه توګه له منځه تللي دي.

سایق زیاته کړې، په یاده موده کې د سېلابونو له کبله څه باندې ۶زره ۵سوه څاروي هم تلف شوي دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند دا هم وویل چې تر دا مهاله ۱۷۸۰۷ زیانمنو کورنیو ته بېړنۍ مرستې وېشل وې او پاتې نورو کورنیو ته د مرستو د وېش لړۍ روانه ده.

د نوموړي په وینا، اسلامي امارت لخوا تر دا مهاله له ۲۰ میلیونه څخه زیاتې نغدې پیسې د شهیدانو ورثه، ټپیانو او هغو هیواد والو ته چې خپل څاروي یې له لاسه ورکړي و، وېشلې دي او دا لړۍ اوس هم په ولایتونو کې روانه ده.

چارواکي داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې بغلان د ثور په ۲۱مه نېټه د سختو سېلابونو شاهد و او د نړۍوالو بنسټونو د شمېرو په اساس، یوازې په دغه ولایت کې د سېلابونو په پایله کې شاوخوا ۳۰۰ کسان مړه شوي دي.