د می ۲۱ مه د چای نړیواله ورځ ده. د دې ورځې په مناسبت ملګرو ملتونو ویلي چې په ټوله نړۍ کې څه باندې ۱۳ میلیونه خلک د خپل ژوند ورځنیو څښاکو کې ترې ګټه اخلي.

چای یو له نامتو څښاکو څخه شمېرل کیږي چې په ټوله نړۍ کې په بیلابیلو خوندونو کې مصرف کیږي.

ملګري ملتونه د چای د نړیوالې ورځې په اړه وايي چې د می ۲۱مه د دې بوټي کلتوري اهمیت، روغتیا او اقتصادي ګټو پوهیدو لپاره یو فرصت دی.

د دغه سازمان د راپور له مخې، د چای کرنه او استعمال له ۵۰۰۰ کلونو را په دې خوا دی.

د يادونې ده، چې د افغانستان زعفران چای د دغه هېواد او يو شمېر نورو هېوادونو له مشهورو چايو څخه شمېرل کېږي او چای د دغه هېواد د وګړو له عامو څښاکونو څخه دی.