تېرې یوې ورځ کې څه باندې ۱۸۰ افغان کډوالې کورنۍ له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستنې شوې دي.

د ا.ا تر ادارې لاندې باختر اژانس خبر ورکړى، چې له پاکستان او ایران څخه په تېره يوه ورځ (دوشنبه، د غويي ٣١) ١٨٧ کډوالې کورنۍ ايستل شوې دي.

د دغه راپور له مخې، دغه راستنې شوې کورنۍ د کندهار، ننګرهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارو هېواد ته دننه شوي دي.

په ورته وخت کې ۸۰ کورنۍ په نیمروز کې د پل ابرېشم له لارې افغانستان ته او همدا راز ۶۸ نورې کورنۍ دهرات اسلام کلا له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.

په وروستیو کې د پاکستان په ګډون له ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو د افغان کډوال رالېږل زیات شوي چې ښځې او مجردان هم پکې شامل دي.

د ویلو ده چې په ایران او پاکستان سربېره په ترکیه کې هم د افغان کډوالو نیول او بېرته رالېږل زیات شوي دي.