اروپايي ټولنې د افغانستان په شمال کې له سېل‌ځپلیو سره د ۴سوه زره یورو چې ۳۰ میلیونه افغانۍ کیږي، مرسته اعلان کړه.

اروپايي ټولنې په خپله رسمي ویبپاڼه کې لیکلي چې د دوی همکارې موسسې به سیل‌ځپلیو ته د څښاک وړ اوبه، د تشنابونو اسانتیا او د نظافت نور وسایل برابر کړي.

د یادې ټولنې د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې په دې پیسو د بغلان، بدخشان او تخار سیل ځپلیو ته بیړنۍ مرستې برابرې شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا مرسته به د اروپايي اتحادیې د (ACTED) او(DACAAR) موسسو له لوري سیل ځپلیو ته وړاندې شي.

دا په داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې مرسته کړې ده.