ترکش اېیرلاین ویلي، چې یاد شرکت خپل الوتنکې  له درېیو کالو ځند وروسته څخه بیا پیل کړي دي.

یاد شرکت د اعلامیې په خپرولو سره ویلي، نن ( سه‌شنبه، د غبرګولۍ لومړۍ نیټه) خپلې الوتنې یې له سره پیل کړي دي.

اعلامیه کې زیاته شوی، ترکش ایرلاین به يوه اوونۍ کې څلور الوتنې له کابله استانبول ته ولري.

همداراز  د ا.ا تر واک لاندې ملی رادیو تلویزیون هم د راپور په خپرولو سره ویلي، چې یاد شرکت نن خپل لومړی الوتنې له ترکیې د کابل په لور ترسره کړه.

 له دی وړاندېړهم یاد شرکت ویلي وه چې اوونۍ کې څلور الوتکې د یکشنبی، سه‌شنبه، چهارشنبه او د جمعه په ورځو د کابل، استانبول او برعکس به یې ترسره شي.

د یادولو ده چې د ترکیې هوایي شرکتونو هم د نورو هېوادونو په څیر د ا.ا د واکمنۍ وروسته خپل فعالیتونه تړلي و.

 څو موده وړاندې د اماراتو «ایر عربیه» او «فلای دوبی »، د ایران او پاکستان هوایي شرکتونو هم د خپلو فعالیتونو د بیا پیل خبر ورکړي و.

ترکیش اېیرلاین هوایي شرکت په کال ۱۹۳۳ کې د کمال مصطفی اتاتورک په امر او د دفاع وزارت د یوې برخی په نوم یاد هېواد کې جوړ شوی چې له ۲۰۰ زیات نړېوال هوایي میدانونه لري.