ایراني رسنیو ویلي، د دغه هېواد ولسمشریزې ټاکنې به د چنګاښ پر اتمه ترسره شي.

ایرنا خبری اژانس نن سه‌شنبه د غبرګولۍ لومړۍ نېټه خبر ورکړی چې  ولسمشریزې ټاکنو لپاره یاده نېټه د ایران د مشرانو په غونډه کې  نیول شوې ده.

ایرنا همداراز ویلي چې د انتخاباتو د نماندانو نوم لیکنه د غبرګولۍ له لسمې پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۱۴مې دوام ولري.

د ایران مذهبي مشر «سیدعلي حسیني خامنه‌يي» پرون د دغه هیواد مقننه او قضایه قوې ته امر وکړ چې په ۵۰ ورځو کې دې د جمهوري ریاست ټاکنې ترسره شي.

د ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسی، د تبریز امام الجمعه الهاشم، د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان، د ختیځ اذربایجان والي ملک رحمتي او ورسره پلاوی یې یکشنبه د غویي ۳۰مه د یوې چورلکې لوېدو په پایله کې مړه شول.

ایران کې د ابراهیم رییسي او د هغه د ملګرو د مړینې په مناسبت پنځه ورځنی ملي ماتم اعلان شوی دي.

د ایران سربېره پاکستان، هند، عراق، روسیې او سوریې دې هېواد سره د خواخوږۍ لپاره ملي ماتم اعلان کړ.