ایران کې د ابراهیم رییسي او د هغه د ملګرو د مړینې په مناسبت پنځه ورځنی ملي ماتم اعلان شوی دي.

د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌يي په اېکس پاڼه کې ویلي، چې په دغه هېواد کې به پنځه ورځې ملي ماتم وي.

خامنه‌یي همداراز د چورلکې د لوېدو په پېښه کې چې د ایران ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر او د هغوی ملګرو پر مړینې د ایران له خلکو سره خواخوږي څرګنده کړه.

د تسنیم د راپور له مخې، د چورلکلې د لوېدو په پېښه کې د ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسی، د تبریز امام الجمعه الهاشم، د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان، د ختیځ اذربایجان والي ملک رحمتي او ورسره پلاوی مړه شوي دي.

د یادولو ده چې د سید ابراهیم رییسي چورلکه پرون (یکشنبه د غویي ۳۰مه) د «سد قیز قلعه سي» د تبریز د تصفیې د کیفیت د لوړولو د پرانستلو په لاره کې له نسکوره شوه.