د غور مسوولین وايي، د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د سېلابونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۰ تنه مړه شوي، دوه زره کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او څلور زره کورونه په جزوي توګه ویجاړ شوي دي.

د غور مسوولین نن شنبه د غویي ۲۹مه وايي، د دغو سېلابونو په پایله کې د غور په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۲۵۰۰ دوکانونه، د استوګنې کورونه، سلګونه هکتاره کرنیزه ځمکه او باغونه، سلګونه پلونه، پلچکونه او بندونه ویجاړ شوي دي.

همداراز په دغه ولايت کې په زرګونو څاروي له منځه تللي او په لسګونو موټر يې له منځه وړي دي.

د غور مسوولین لا هم وايي چې د غور- هرات لویې لارې په ګډون د دې ولایت په ولسوالیو کې زیاتره ټرانسپورټي لارې تړلې دي.