د فارياب په «چهلګزي» ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله درې ښځې او یوه ۱۲ کلنه نجلۍ مړه شوي دي.

د فاریاب امنیتي مسوولینو ویلي، تېره شپه چهارشنبه د غویي ۲۶مه د یاد ولایت په چهلګزي ولسوالۍ کې د درېیو ښځو او یوې ۱۲ کلنې نجلۍ د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

د فاریاب د پولیسو ویاند مولوي «عبدالله مرادي»ویلي، تېره شپه د چهلګزي ولسوالۍ د بابوکزو په نوم سيمه کې يو مازدا موټر له سړکه واوښت.

ښاغلي مرادي زیاته کړه، په دې ترافیکي پیښه کې د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ په ګډون درې ښځې مړې شوې دي.

بلخوا کاپیسا کې مسوولینو ویلی، د دغه ولایت په «تګاب» ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ او اووه نور ټپیان دي.

د یادولو ده چې د ترافیکي پېښو لاملونه د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د ترافیکي نښو نه نشتون او د سړکونو خرابوالی بلل شوي دي.