فراه کې مسوولینو ویلي، تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې د یاد ولایت کې د یو کور چت د نړېدو له امله شپږ تنه مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د فراه له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریس «محمداسرییل سیار» ویلي پرون سه‌شنبه د یاد د« بکواه »ولسوالۍ په «ګزکلان» کلي کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د دغه کلي ګڼ اوسېدونکي په دغه کور کې راټول شوي وو.

د فراه له طبيعي پېښو سره د مبارزې مشر وايي، په دې پېښه کې يوه ښځه او پنځه ماشومان مړه‌شوي او په ټپيانو کې ډېرى يې ماشومان دي.

په فراه کې له طبيعي پېښو سره د مبارزې ريس زياتوي، چې يو شمېر ټپيان هرات ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې په بېلابېلو ولایتونو د ورښت او سیلابونو له امله هېوادوالو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.