کاناډايي رسنیو خبر ورکړی چې په ۲۰۱۳ کې د ادبیاتو په برخه کې د نوبل جایزې ګټوونکې او د نړۍ ادبیاتو مشهوره څېره «آلیس مونرو» د ۹۲ کلونو په عمر مړه شوې ده.

مېرمن مونرو د ژوند ډېره برخه د ادبي اثارو لیکلو ته ځانګړې کړې وه او له ۹۲ کلن ژوند وروسته یې وړمه شپه په خپل کور کې د ژوند وروستۍ شېبې تېرې کړې دي.

په نړیواله کچه دا پېژندل شوې لیکواله د عمر تر پایه ناروغه وه، حتا تر دې چې په خپل یوه لسیزه ژوند کې له سختې رواني ناروغۍ وکړېده.

د نړیوالو رسنیو په راپورونو کې ویل شوي چې الیس مونرو له ۶۰ کلونو څخه په زیاته موده کې لنډې کیسې لیکلې او په نوبل کمیټه کې یې «د معاصرې لنډې کیسې استاد» لقب ګټلی دی. 

الیس منرو په ۲۰۱۳ کې د ادبیاتو لپاره د نوبل جایزه وګټله، چې د ادبیاتو په برخه کې تر ټولو معتبره نړیواله جایزه بلل کېږي. هغې د خپلو کیسو وروستۍ ټولګه د «ګران ژوند» په نوم په ۲۰۱۲ کې خپره کړې وه.

مېرمن مونرو له دې ټولګې وروسته بل کتاب خپور نه کړ او له «نشنال پوسټ» سره په مرکه کې یې ویلي وو: “داسې نه ده چې نور لیکلوالۍ ته زړه نه ښه کوم، خو فکر کوم، نور هغه وخت رارسېدلی چې ژوند مې په بل ډول بدلېږي.”

د ویلو ده چې د الیس مونرو وروستۍ ټولګه «ګران ژوند» د افغانستان په ګډون په فارسي ژبو هیوادونو کې یو پیژندل شوی کتاب دی او د کابل په نږدې ټولو کتاب پلورنځیو کې موندل کیدای شي.