د پروان مسوولینو ویلي، په دغه ولایت کې یوې ځوانې ښځې ځانوژنه کړې ده.

د پروان امنيه قومانداني وايي، چې دغه پېښه نن دوشنبه د غویي ۲۴مه د دغه ولایت د «بګرام» ولسوالۍ د «قلعه بلند» په کلي کې رامنځته شوې ده.

د کسوولینو په وينا، دا پېښه نن (د ثور ۲۳مه) د شپې شاوخوا نهه بجې رامنځته شوې ده.

د راپورونو له مخې دغه ځوانه ۳۲ کلنه وه او په خپل کور کې یې ځان ځړولی دی.

له بلې خوا د پروان د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو د څيړنې مسوول وايي چې دغې ښځې دوه ځلې د ځانوژنې هڅه کړې؛ خو بريالۍ نه شوه.

د مسوولینو په وينا، د دې ځانوژنې لامل او انګيزه تر اوسه معلومه نه ده، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

له دې وړاندې هم د پروان په ځانګړې توګه له بګرام ولسوالۍ څخه د ځانوژنې ورته پېښې راپور شوې وې