د افغانستان والیبال ملي لوبډله د مرکزي اسيا هېوادونو تر منځ په پيل‌شويو سياليو کې خپله درېیمه لوبه نن سریلانکا سره ترسره کوي.

 د والیبال د ملي لوبډلې مسوولینو ویلی، دا لوبه به نن (دوشنبه، د غویي ۲۳ مه) د پاکستان پر وخت د غرمې یوه بجه اسلام اباد ښار کې ترسره کیږي.

د والیبال د اتلولي دا لوبی د اسیا زون په مرکز کې د پاکستان په کوربه‌توب د شپږ هېوادونو ترمنځ ترسره کیږي.

دا په داسې حال ده چی افغانستان خپله لومړې لوبه پاکستان ته۰ـ۳ او دویمه لوبه یی ایران ته هم ۰ـ۳ بایللې ده.

د یادولو ده چې دا لوبې د افغانستان، پاکستان، ایران، ترکمنستان، قزغیزستان او سریلانکا هېوادونو ترمنځ ترسره کیږی.