د مرکزي اسیا هېوادونو تر منځ د والیبال په پیل شویو لوبو کې د افغانستان والیبال لوبډلې ۰ـ۳ سره ده پاکستان له والیبال لوبډلې ماتې وخوړه.

دا لوبې چې پرون (شنبه، د می ۱۱مه) د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد کې پیل شوې، افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې د پاکستان له لوبډلې په درې پرلپسې سېټونو کې ماتې وخوړه.

د افغانستان او پاکستان له لوبې وړاندې دوې نورې لوبې هم ترسره شوې. ایران لوبډلې ترکمنستان ته ماتې ورکړه او قرغزستان د سریلانکا پر وړاندې بریا خپله کړه.

د مرکزي اسیا هېوادونو تر منځ د والیبال دا سیالۍ د افغانستان، پاکستان، ایران، ترکمنستان، قرغزستان او سریلانکا تر منځ په اسلام‌اباد ښار کې پیل شوې دي.

ټاکل شوې افغان لوبډله نن د ایران پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.