د افغانستان د والیبال فدراسیون اعلان کړی، چې د هېواد د والیبال ملي لوبډله نن ( شنبه، د ثور ۲۲مه) د پاکستان د والیبال لوبډلې پر وړاندې سیالي کوي.

د یاد فدراسیون په خبرپاڼه کې راغلي چې دا لوبه د افغانستان پر وخت ماښام ۶ بجې لوبه کوي.

د افغانستان والیبال ملي لوبډله پرون ( جمعه) د اسیا مرکز زون اتلولۍ لوبو کې د ګډون په موخه د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد ته ورسېده.

ټاکل شوې افغانستان په دې سیالیو کې له پاکستان سربېره له ایران، سریلانکا، ترکمنستان او قرغیزستان سره هم لوبې ولري.