د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په کابل کې د پنځو ښځو په ګډون لسو کسانو ته د مچیو د ساتلو زمینه برابره  کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) په اېکس پاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د کابل په «ارغندي» کې د پنځو ښځو په ګډون لسو کسانو ته د مچیو د ساتلو زمینه برابره شوې ده.

همداراز د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي د بامیان د ښځو په بازار کې د لمریزې برښنا مزی پرانیسته.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې زیاته کړې چې د دغو مچیو ساتونکو پنځه یې ښځې دي. د مچیو د روزنې ترڅنګ، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام دوی ته د مچیو ساتلو صندوقونه او اړین وسایل هم ورکړي دي.

بل خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې هم ویلي چې د بامیان د یکاولنګ ولسوالۍ د ښځو په بازار کې یې د لمریزې برښنا سیستم پرانیستی دی.

 د ملګرو ملتونو دې سازمان لیکلي چې دوی په دې بازار کې د ښځینه پلورونکو سره د سپما ګروپ په جوړولو کې مرسته کړې ده.

د دې سپما ګروپ په کارولو سره، دوی کولی شي د بریښنا مصرف، ترمیم، د سیسټم ساتنه او د دوی سوداګرۍ لپاره لوی پیرود خوندي کړي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د ښځو ځانګې تېره پنجشنبه ویلي وو، چې د دوی په مالي لګښت د ننګرهار په څلور ولسوالیو کې د شېدو ټولولو ۲۵ مرکزونه جوړ شوي دي.

د ا.ا تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس لیکلي چې، د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، د افغان ځوانانو خدماتي موسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د ښځو ځانګې په مالي لګښت او  د ننګرهار په خوږیاڼو، شېرزاد، دره نور او کامې ولسوالیو کې د شېدو ټولولو ۲۵ مرکزونه جوړ شوي دي.

په همدې حال کې له نړیوالو بنسټونو څخه د ښځو د خصوصي سکتور په ځانګړې توګه د پانګونې او سوداګرۍ په برخو کې ملاتړ زیات شوی دی.