د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په افغانستان کې د قابله‌ګانو د پیاوړتیا په برخه کې د پانګونې غوښتنه کړې او په هېواد کې یې باکیفیته زده‌کړو او سرچینو ته د هغوی د لاسرسي په تضمین ټینګار کړی دی.

دغه بنسټ پرون (چهارشنبې، د غویي ۱۹مه) په اېکس‌ پاڼه د یو پیغام په خپرولو سره په افغانستان کې د قابله‌ګانو د پیاوړتیا په برخه کې د پانګونې غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ټینګار کړی: “موږ باید د داسې چاپیریال په رامنځته کولو کې پانګونه وکړو چې میندې خپل حیاتي کارونه ترسره کړای شي.”

دې بنسټ همداراز ویلي چې دوی د باکیفیته زده‌کړو لپاره د لارو چارو په رامنځته کولو، سرچینو ته د لاسرسي د یقیني کولو او د قابله‌ګانو د پیاوړتیا لپاره هڅه کوي چې په روغتیایي سیسټمونو کې فعاله برخه واخلي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي وو، چې په تېرو اتو کلونو کې په نړۍ کې د زېږون پر مهال د امیندواره ښځو د مړینې کچه نه ده کمه شوې.

د دې سازمان د راپور له مخې، د امیندوارو ښځو د مخنیوي وړ مړینې ۵۰ سلنه په بشري بحران او جګړو کې ښکیل هېوادونو کې پیښیږي، چیرته چې هره ورځ په نړۍ کې۸۰۰ ښځو د زیږون پرمهال مري.

همدارنګه د روغتیا د نړیوال سازمان شمېرې ښيي چې افغانستان ‘په اسیا کې د میندو د مړینې تر ټولو لوړې کچې سره’ په هرو زرو ژوندیو زیږونونو کې ۶۳۸ مړینې لري.

په همدې حال کې په افغانستان او په ځانګړې توګه د هېواد په لیرو پرتو سیمو کې د میندو د مړینې د زیاتوالي او د نرسانو او قابلو د کموالي په اړه اندېښنې راپورته شوې دي.

د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې، د افغانستان په لیرو پرتو سیمو کې هره میاشت ۲۴ زره ښځې زیږون کوي ​​او دوی د اوسني بشري ناورین په ترڅ کې په ځانګړې توګه د قابله‌ګانو په څېر مسلکي نرسانو ته اړتیا لري.