د المپیک ملي کمېټې او سپورت مسوولین وایي چې د پکتیکا په مرکز، ښرنه کې د لومړي ځل لپاره د نېزه‌وهنې سیالیو لپاره ځانګړی میدان مشخص او پرانیستل شوی دی.  

د دې ادارې د مسوولینو په وینا چې پکتیکا ولایت ته د المپیک ملي کمېټې او سپورټ لوی رییس، احمدالله وثیق او ورسره مله پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت په مرکز کې د لومړي ځل لپاره د نېزه وهنې سیالیو لپاره میدان مشخص او رسماً پرانیست.

ښاغلي وثیق د دې لوبغالي د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې دوی غواړي‎، ورزش ټولشموله او د هیواد هرې برخې ته ورسوي، “پکتیکا ولایت به ډېر ژر د زون په کچه د نېزه وهنې د لوبو کوربتوب وکړي.”

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ لوی رییس همداراز ویلي، دوی هڅه کوي چې په دې ولایت کې د ورزش د پراختیا او د ورزشکارانو لپاره نورې او ممکنې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

ویل کېږي چې د نېزه‌وهنې لپاره دا میدان د پکتیکا مرکز ښرنې اړوند د فوټبال سټیډیوم ترڅنګ موقعیت لري.