د ملګرو ملتونو د ښځو ځانګې په مالي لګښت د ننګرهار په څلور ولسوالیو کې د شېدو ټولولو ۲۵ مرکزونه جوړ شوي دي.

د ا.ا تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس پرون(دوشنبه د غویي ۱۷مه) لیکلي چې، د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، د افغان ځوانانو خدماتي موسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د ښځو ځانګې په مالي لګښت او  د ننګرهار په خوږیاڼو، شېرزاد، دره نور او کامې ولسوالیو کې د شېدو ټولولو ۲۵ مرکزونه جوړ شوي دي.

د یادې ادارې ریس «عبدالستار محمد» وویل ویلي، هغه ښځې چې د شېدو راټولولو د مرکزونو مشرانې ټاکل شوي، هغوی ته د شېدو ټولولو وسایل ویشل شوي دي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د اپریل په ۲۹مه په اېکس پاڼه کې د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي، چې د دغه سازمان په مرسته یوې ښځې د لاسي توکو په برخه کې ۸۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

سلما یو له هغو ښځو څخه چې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې په مرسته یې ۸۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې، له دې موسسې سره په خبرو کې زیاته کړه: “که څه هم ښې سواد نه لرم، خو ویاړم. زه د یوې ښځې په توګه، زه کولی شم پروژې پلي کړم، زه کولی شم نورو ته روزنه ورکړم.“

په همدې حال کې له نړیوالو بنسټونو څخه د ښځو د خصوصي سکتور په ځانګړې توګه د پانګونې او سوداګرۍ په برخو کې ملاتړ زیات شوی دی.