د افغانستان شاعرې «صفیه میلاد» د ادبیاتو په برخه کې د «رابعه بلخي» جایزه د ویانا په ښار کې د په زیاتو رایو سره وګټله.

نوموړي پرون (یکشنبه د وري ۱۵مه) په خپله فیسبوکپاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره تایید کړه چې د اتریش په پلازمېنه ویانا ښار کې د رابعه بلخي د مجسمې د ایښودلو مراسم پای ته رسېدلي دي.

د اغلې میلاد په پیغام کې راغلي چې زه په ویانا کې د مجسمې د ایښودلو په مراسمو کې حاضره نه وم او د جرګې د پخوانۍ پرېکړې له مخې د رابعه بلخي جایزه دویم کس ته ډالۍ شوه چې په مراسمو کې یې حضور درلود.

صفیه میلاد منځنی او لېسه د کابل ښار په یوه ښوونځی کې سرته رسولې او د رسنیو ترڅنګ یې په فرهنګی او مدنی فعالیتونو کې هم ونډه درلوده.

اغلې میلاد اوس په کاناډا کې ژوند کوي، د لېسې او عالي لېسې له پای ته رسولو وروسته د طب په انستیتوت کې شامله شوې او د حقوقو، سیاسي علومو او ژورنالیزم په برخو کې لوړې زده‌کړې لري.

د افغان ښځو د حقونو ملاتړو ته د رابعه بلخي د مجسمې د ورکړې دویم پړاو د مې په درېیمه او څلورمه نېټه د اتریش په پلازمېنه ویانا کې ترسره شو.

تر دې وړاندې د ښځو د حقونو یوې فعالې ګل‌چېره یفتلي په اېکس پاڼه کې یو پیغام خپور کړی و او ویلي یې و چې د بانو مجلې د جوړېدو د ۲۴مې کلیزې په مناسبت د رابعه بلخي دویمه جایزه افغان ښځینه ملاتړو ته وړاندې کېږي.

د يادونې ده، چې د پوهنې له لارې د ښځو د پياوړتيا په هدف د رابعه بلخي د مجسمې د ايښودلو مراسم د اتريش په پلازمېنه ويانا کې ترسره کېږي.

افغان ښځې او نجونې په داسې حال کې نړیوالې مجسمې او مډالونه ترلاسه کوي چې په افغانستان کې له دوو کلونو راهیسې د زده‌کړو، کار او فعالیتونو له حقه بې برخې دي.

تر دې وړاندې اختراع کوونکې شکردوخت جعفري د افغانستان لومړنۍ ښځینه طبي فزیک پوه، په دغه هېواد کې د کال د نوښتګر په توګه د بریتانیا د ۲۰۲۴ کال د ډینامک جایزه وګټله.