د اسلامي همکاریو سازمان په یو پرېکړه‌لیک کې ټینګار کړی چې د افغانستان ښځې او نجونې باید زده‌کړو او کار ته لاسرسی ولري او حقونه یې خوندي شي.  

دغه سازمان د دې ترڅنګ په افغانستان کې د ټول‌‌شموله حکومت د جوړېدو پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د ټول‌شموله ادارې رامنځته کېدل د افغانستان د ثبات لپاره ضروري دي. 

د اسلامي همکاریو سازمان دا هم ویلي چې په افغانستان کې دې له نشه‌يي توکو سره مبارزه لا ګړندۍ شي او د دې ترڅنګ دې د ټولو وګړو حقونو ته درناوی وشي.

تر دې وړاندې هم د ایران په ګډون د ګاونډیو، سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو له سرپرست حکومت څخه غوښتي وو چې د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي او د تلپاتې سولې لپاره خپل تشکیل ټول‌شموله کړي.  

خو د اسلامي امارت چارواکو بیا اوسنی حکومت ټول‌شموله بللی او د نجونو د زده‌کړو لپاره یې د یوې طرحې د جوړېدو خبره کړې ده.

د ویلو ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو نږدې درې کاله پوره کېږي، خو لا هم تر شپږم ټولګي پورته نجونې د زده‌کړو او ښوونیزو مرکزونو ته د تګ اجازه نه لري.