د ا.ا د ازموینو ملي کمېټې اعلان کړی، چې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د غضنفر په انستیتوتونو کې د طب په برخه کې د ښځینه داوطلبانو ازموینه به سبا جمعه د وږي ۳۱مه واخیستل شي.

دغې کمېټې ویلي چې د طب په برخه کې هغه ښځینه داوطلبانه چې مخکې یې د غضنفر پوهنتون په انستیتوتونو کې نوم لیکنه کړې وي، د جمعې په ورځ د سهار په ۸ بجو دې ازموینې ته حاضر شي.

د پکتیا، پکتیکا، غزني، بامیان، کاپیسا، لوګر، بدخشان، پروان، میدان وردګو، پنجشیر او خوست ولایتونو نجونې به په دې روزنیز پروګرام کې برخه واخلي.

داوطلبان به د غضنفر پوهند په انستیتیوت کې د نرسنګ، قابله‌ګۍ او فزیوتراپي په برخه کې په طبي برخو کې استخدام شي.

د هغو نجونو کره شمېر چې په دې روزنیزو سیالیو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه کړې، د ازموینې د ملي ادارې او په ولایتونو کې د عامې روغتیا ریاستونو له خوا نه ده ټاکل شوې.

په همدې حال کې په بامیانو کې د اسلامي امارت د مقام دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ازموینه به په بامیانو کې له ۳۵۸ تنو نوماندانو څخه چې ټول یې ښځې دي واخیستل شي.

 له دې شمېر داوطلبانو څخه به ۱۸ تنه نجونې چې د کانکور په ازموينه کې لوړې نمرې ترلاسه کړي، د قابله‌ګۍ، فزيوتراپي او نرسنګ په څانګو کې د درې کلن روزنيز کورس د زده‌کړې په موخه به په کاپيسا کې دغه روزنيز کورس ته داخل شي.

دا په داسې حال کې ده چې نجونې په ښوونځيو او پوهنتونونو کې له ثانوي او لوړو زده‌کړو بې برخې دي او په محدودو طبي څانګو کې د هغوی ګمارنې یوازینی تعلیمي چاره ګڼل کېږي.