د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې سبا شنبه او جمعه د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د واورې، باران، تالندې برښنا او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

یاد وزارت نن پنج‌شنبه د وري ۳۰مه په خبرپاڼه کې ویلي چې په نن او سبا (د وري ۳۱مه او د غوايي لومړی) د سالنګونو په ګډون په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کنړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، کابل، پروان، سمنګان، بلخ، سرپل، فاریاب، بامیان، وردګ، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، دایکنډي، بادغیس، غور، هلمند، ارزګان، کندهار او زابل ولایتونو کې د اورښت اټکل شته.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د باران انداره له ۱۵ تر ۶۰ ملي مترو او د واورې اندازه له ۱۵ تر ۲۰ سانتي مترو پورې اټکل شوې ده.

هواپېژندنې ادارې دا خبرداری داسې مهال ورکړی چې نن هم د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې اورښت ادامه لري او تر دې وړاندې د درنې واورې له امله د یو شمېر ولایتونو لارې هم تړل شوې وې.

طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وړمه ورځ وویل چې هېواد کې تر اختر وروسته اورښتونو د اویا هېوادوالو ژوند اخیستی او تر پنځوس ډېر ټپیان دي. د دغو اورښتونو په پایله کې نیږدې دوه زره جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې، څه باندې شپږسوه کورونه په نیمه او بشپړه توګه ویجاړ شوي او تر دوو زرو ډیر څاروي هم تلف شوي دي.