د اندونیزیا د ناورین د کمولو ملي ادارې اعلان کړی چې هلته د «روانګ» اورغورځېدو (آتشفشان) له امله سلګونه کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د دغه هېواد چارواکو ویلي چې دا پېښه پرون چهارشنبې وروسته له هغې شوې چې د روانګ آتش فشان د فعالېدو له امله د ۸۲۸ کسانو په ګډون ۲۷۲ کورنۍ د سیاو تاګولندنګ ټاپوګانو څخه په کښتیو کې خپل استوګنځایونه پرېښي دي.

تر اوسه په دې پېښه کې د مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د دغه هېواد چارواکو په سمندر کې د اور غورځېدو د ډبرو له امله د سونامي خبرداری ورکړی دی.

د راپورونو له مخې، دا اورغورځېدنه له دوو ورځو راهیسې لږ تر لږه پنځه ځلې شوې او آسمان ته زرګونه فوټه لوړه شوې ده.  

د دغه هېواد چارواکو د اپریل له ۱۶ تر ۲۹مې پورې د ۱۴ ورځو لپاره بېړنی حالت اعلان کړی دی.

د ویلو ده چې د شمالي سولاویسی ولایت په سیتارو ولسوالۍ کې د اورغورځېدونکي غر د فعالیت له ۲  تر ۳ کچې لوړیدو وروسته بیړنی حالت اعلان شوی دی.