د هېواد د فوټسال ملي لوبډله به نن د د اسیا د فوټسال د ملتونو جام تر نامه لاندې د ګروپ په لومړۍ لوبه کې له ایران سره مخامخ شي.

دغه لوبې د ۲۰۲۴ کال د اسیا د فوټسال د ملتونو جام تر نامه لاندې پرون(چهارشنبه د وږي ۲۹مه) په تایلنډ کې پیل شوې او نن د دغه هېواد د فوټسال ملي لوبډله له دغې لوبډلې سره لوبه کوي.

د افغانستان د فوټسال لوبډله په همدې ګروپ کې له بحرین، ایران او کویټ سره ده.

په همدې حال کې د افغانستان د فوټسال کمېټه وايي، د افغان لوبډلې مشر روزونکی «مجید مرتضی ابرودي» به یو ایرانی لوبغاړی وي.

ټاکل شوې دغه لوبه نن پنجشنبه د وږي ۳۰مه یوه نیمه بجه ترسره شي.