د افغانستان بانک وایي، چې د افغانۍ د ثبات او ارزښت ساتلو په موخه راتلونکې شنبه ۱۶میلیونه ډالر د لیلام په ډول پلوري.

دغه بانک له ټولو صرافانو او په شرایط برابرو د پيسو د تبادلې له مرکزونو غوښتي چې په دې دواوطبلۍ کې ګډون وکړي.

د افغانستان بانک مسوولینو ټینګار کړی چې د لیلام ګټوونکي باید د لیلام د ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دې بانک تر دې وړاندې هم د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت لوړېدو په موخه میلیونونه ډالر په ازاد بازار کې د لیلام په ډول پلورلي وو.

د یادولو ده چې د افغانستان بانک د روانې اپرېل میاشتې په ۶مه هم ۱۵ میلیونه ډالر لیلام کړي وو.

بلخوا یو شمېر اقتصادي کارپوهانو د افغانۍ د باارزښته کېدو لپاره د ډالرو لیلام ګټور بللی، خو د دې ترڅنګ یې له هېواده د ډالرو د قاچاق مخنیوی هم مهم بللی دی.