رسنیو د کانادايي چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې د کاناډا په تاریخ کې د سرو زرو د تر ټولو سترې غلا په تړاو شپږ کسان نیول شوي او درې نور تر څارنې لاندې دي. 

د رویټرز د راپور له مخې چې دا شپږ کسیزه ډله پرون چهارشنبې د اپریل ۱۷مه د یوې بار وړونکې بیړۍ له غلا کولو څخه پوره یو کال وروسته د څه باندې ٢٧٠ کیلو ګرامو په وزن سره د ۶ زره او ۶۰۰ طلایي ټوټو، چې ارزښت یې تقریباً ۲۰ میلیونه ډالر کېږي، او د دوه نیم میلیونه ډالرو نغدو پیسو سره یوځای نیول شوې ده.

پروسږ کال په اپرېل میاشت کې د پېرزون په نړیوال هوايي ډګر کې ستره غلا وشوه چې وروسته د کاناډا پولیسو د دغه هېواد په تاریخ کې د سرو زرو تر ټولو ستره غلا ونوموله.

د کاناډا پولیسو د دې غلا په تړاو ټولټال ۹ کسان پېژندلي چې ۳ یې لا هم په تېښته دي. پولیس په دې باور دي چې غلو د دې طلا ګټه د وسلو د تمویل لپاره کاروله.