د ترکیې ولسمشر رجب‌طیب اردوغان وايي، د اسراییلو ولسمشر بنیامین نتنیاهو هڅه کوي چې د واک د ساتلو لپاره په منځني ختیځ کې کړکېچ زیات کړي.

  د اناتولیا خبري اژانس د خبر له مخې اردوغان دغه څرګندونې د اپرېل په ۱۶مه په انقره کې د خپلې کابینې په غونډه کې له ګډون وروسته په یوه خبري غونډه کې وکړې.

هغه ټینګار وکړ تر هغه چې په غزه کې ظلم او نسل‌وژنې دوام ولري، په سیمه کې شخړې او کړکېچونه به نوي وي.

  د ترکیې د ولسمشر په وینا، نتانیاهو په واک کې د پاتې کېدو لپاره د جګړې د اوږدولو هڅه کوي او په دمشق کې د ایران پر سفارت برید په دې برخه کې وروستی ګام و.

اردوغان زیاته کړه، حتی د غزې په تړانګه کې له وروستیو جنایتونو څخه څه موده وړاندې ترکیې په اسراییلو باندې د هیڅ ډول پوځی تجهیزاتو د خرڅولو اجازه نه ده ورکړې.

هغه ترکیه د غزې تړانګې ته تر ټولو لوی مرستندوی هیواد وباله او دغې سیمې ته یې د ۳۷۷۴ ټنو وزن په لرلو سره خپله نهمه مرستندویه بیړۍ د استولو اعلان وکړ.

رجب‌طیب اردوغان په تېرو ورځو کې ټولو ښکېلو خواوو ته بلنه ورکړې چې له عقل څخه کار واخلي.

هغه پر لوېديځ نيوکه وکړه چې د ايران بريد يې غندلى، خو د ايران پر سفارت د اسرایيلو د بريد په اړه چوپه خوله پاتې دى.

په همدې حال کې د ایران له خاورې د اسراییلو پر لور د څه باندې ۳۰۰ کروز توغندیو او بالستیک توغندیو ویشتل د نړیوالو غبرګونونه راپارولي دي.