د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مسوولین وايي، افغانستان د زعفرانو په نړیوالو بازارونو کې د سیالۍ لپاره د نورو هېوادونو زعفرانو ته اړتیا نه لري، ځکه په وینا یې چې د افغانستان زعفران ښه کیفیت او په نړۍ کې لومړی مقام لري.

د یاد وزارت ویاند ویلي چې افغانستان په پروسږ کال ۶۷ ټنه زعفران بېلابېلو هېوادونو ته صادر کړي دي. په همدې حال کې ایراني رسنیو راپور ورکړی چې افغانستان هر کال شاوخوا ۷۰ ټنه زعفران صادروي، چې له دې جملې تر ۲۰ ټنو کم کورني تولیدات او پاتې نور یې ایراني زعفران دي.

ایراني رسنیو پرون سې‌شنبې د دغه هېواد د زعفرانو د ملي شورا د یوه غړي «علي حسیني» په حواله راپور ورکړی چې افغانستان تر ۲۰ ټنو کم زعفران تولیدوي، خو صادرات یې شاوخوا ۷۰ ټنه دي. “دا په دې مانا چې زموږ (ایران) زعفران هلته (افغانستان) ته ځي او بیا له هغه ځایه بسته او صادرېږي.

خو د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند «عبدالسلام جواد» نن چهارشنبې د حمل ۲۹مه د ایران د زعفرانو د شورا د یوه غړي د څرګندونو په غبرګون کې له خامه پرس سره په خبرو کې ویلي، “افغانستان په ۱۴۰۲ کې د څه باندې ۴۹ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۷ ټنه زعفران بېلابېلو هېوادونو ته صادر کړي، چې دا ټول د افغانستان زعفران وو.”

جواد ویلي چې د افغانستان زعفران ښه کیفیت او په نړۍ کې لومړی مقام لري. د هغه په ​​وينا، له همدې امله افغانستان په نړۍ کې د سوداګريز مارکېټ د ترلاسه کولو لپاره د نورو هېوادونو زعفرانو ته اړتيا نه لري.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند دا هم ویلي چې د افغانستان ټول ۶۷ ټنه زعفران په کور دننه تولید شوي، چې د بل هېواد زعفران ورسره نه دي ګډ شوي.

د ویلو ده چې د ایران د زعفرانو د شورا یوه غړي د نړیوالو بازارونو پر خرابېدو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، “هغه صادراتي بازارونه چې کلونه مخکې مو په زحمت سره چمتو کړي وو، د توليد او صادراتو په برخه کې مو د مديريت د نشتوالي له امله افغانستان او ځينو نورو هېوادونو ته وسپارل.”