د اټومي انرژۍ نړۍوالې ادارې چارواکو د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسراییلو د احتمالي برید په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې د پارونو مخنیوی بېړنۍ اړتیا ده.

د یادې ادارې عمومي رئیس رافایل ګروسي په نیویارک کې ویلي، چې د امنیتي ملحوظاتو له امله دغه سازمان خپلو څارونکو ته اجازه نه ورکوي چې د ایران اټومي تاسیساتو ته ورشي.

د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې عمومي مشر و ویل: “موږ تل د دغه احتمال په اړه اندېښمن یوو. څه چې زه ویلی شم هغه دا دي چې پرون په ایران کې زموږ څارونکو ته خبر ورکړل شوی چې ټول هغه اتومي تأسیسات چې موږ يې په ورځني ډول څارنه کوو د امنيتي ملحوظاتو له امله تړل شوي.”

دغو اندېښنو وروسته تر هغې زور واخیست چې د اسراییلو لوی درستیز هرزي هالوي خبرداری ورکړ چې دوی د ایران برید ته ځواب ورکړي.

په ورته وخت کې د اسراییل د پوځ لوی درستیز خبرداری ورکړی چې دوی به پر اسراییل د ایران وروستي برید ته ځواب ورکړي.

په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی د سیمه‌ییز تاوتریخوالي د زیاتولو اراده نه لري.

د اسرائیل لوېدیځو ملاتړو که له یوې خوا د ایران برید په کلکه غندلی خو بلخوا یې د اسرائیلو حکومت ته سپارښتنه کړې چې له پاروونکو اقداماتو دې ډډه وکړي.