د دنمارک چارواکي وایي چې د یاد هېواد په پلازمېنه «کوپنهاګن» کې د اورلګېدنې له امله د یاد هېواد ۴۰۰ کاله مخکنۍ ودانۍ سوځېدلې ده.

دا پېښه نن سې‌شنبې د حوت ۲۸مه د دنمارک پلازمېنې «کوپنهاګن» په «بورس اوراق بهادار» لرغونې ودانۍ کې شوې چې په پایله کې یې د دې ودانۍ ډېرې برخې سوځېدلې دي.

په راپورونو کې د دنمارکي چارواکو په حواله ویل شوي چې د اورلګېدنې پر مهال د دې ودانۍ مشهور منار هم نړېدلی دی.

د نړیوالو رسنیو په راپورونو کې ویل شوي چې د دې ودانۍ تاریخ له ۱۶۲۵ میلادي کال راهیسې دی او دا مهال د دنمارک د سوداګرۍ خونه هم په دې ودانۍ کې موقعیت لري.

تر اوسه د دې اورلګېدنې لامل نه دی په ډاګه شوی، خو ویل کېږي چې ودانۍ ډېره زیانمنه شوې ده.

د دنمارک چارواکو ویلي چې د پېښې په تړاو یې پلټنې پیل کړې دي.