د بادغیس مسوولین وایي چې د بادغیس – هرات پر لاره د ترافیکې پېښې له امله یو تن مړ او ۲۰ نور ټپيان شوي دي.

مسوولینو نن سې‌شنبې د حمل ۲۸مه ویلي چې دا پېښه د بادغیس د مرکز اړوند د بادغیس – هرات پر لاره شوې ده.

د مسوولینو په وینا چې پېښه د یو مسافر وړونکي موټر د چپه‌کېدو له امله شوې ده.

په وروستیو کې په تقریباً ټولو ولایتونو کې ترافیکي پېښې په کمسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي.

تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو ریاست ویلي وو چې یوازې د اختر په څلورو ورځو کې د هېواد په کچه د ۱۰۲ ترافیکي پېښو له امله ۵۰ کسان مړه او ۱۸۵ نور ټپيان شوي.

مسوولینو ویلي چې په مړو شویو کې ۸ ښځې او ۱۳ ماشومان هم شامل دي.