د پکتیا مسوولین وایي، د یاد ولایت په «ځدران» ولسوالۍ کې د غرښویېدنې له امله د یوې کورنۍ پنځو کسانو ژوند بایللی دی.

د پکتیا امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا پېښه تېره شپه د ځدران ولسوالۍ په «خوساچنګی» سیمه کې شوې ده.

د مسوولینو په وینا چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. 

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې په یاد ولایت کې د وروستیو ورښتونو له امله ۵۰ کورونه تخریب شوي دي.

تر دې وړاندې د سرپرست حکومت د ټولګټو ریاست د ګردیز – خوست لویې لارې د بندېدو خبر ورکړی و.

د ویلو ده چې په تېرو څو ورځو کې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د ورښتونو له امله ورته پېښې شوې او لسګونه هېوادوال پکې مړه شوي دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولینو ویلي چې د وروستیو بارانونو له امله په ټول هېواد کې ۳۳ کسان مړه او ۲۷ نور ژوبل شوي دي.