کابل ښاروالۍ د یوې خبرتیا په خپرولو سره ښاریانو ته خبرداری ورکړی چې کابل سیند کې د کثافاتو اچول ښاري سرغړونه ده او سرغړوونکي به یې له قانوني چلند سره مخ شي.

کایل ښاروالۍ نن ( سې‌شنبه، د وري ۲۸مه) په یوه خبرتیا کې ویلي، ” د کابل سیند په اوږدو کې استوګنو ښاریانو ته خبر ورکول کیږي چې، په یاد سیند کې د کثافاتو اچول لویه ښاري سرغړونه بلل کیږي او له ټولو ښاریانو غوښتنه کیږي ترڅو له دې ناوړه کړنې څخه دې په کلکه ډډه وکړي.”

ښاروالۍ خبرداری ورکړی چې د سرغړونې لیدلو په صورت کې به سرغړوونکي له قانوني چلند سره مخ شي او بیا د شکایت حق نه لري.

ښارولۍ دغه راز ویل، په کابل سیند کې د اوبو راتلو له امله د دې سیند لویه برخه له کثافاتو پاکه شوې ده. ښاروالۍ له ښاریانو غوښتي، ” راځئ په دې سیند کې د کثافاتو په نه اچولو سره خپله ذهني آرامي او ښاري ښکلا زیانمنه نه کړو.”

په تېرو وختونو کې کابل سیند یوه طبعي شتمني ګڼل کېده او په وروستیو کلونو کې یې د وچکالۍ له امله اوبه وچې شوې وې، خو بیا هم په پسرلي کې يې د اوبو کچه ډېرېږي او له نیکه مرغه سږ کال د الله ج له لوري د رحمت باران او واورې په اورېدلو سره د کابل سیند اوبه زیاتي شوې دي.

ښاروالۍ دا هم ویلي، په کابل سیند کې د کثافاتو اچول د وګړو ژوند زیانمن او له ګواښ سره مخ کوي او له بل لوري دا کثافات تر سروبي پورې د سیند په یوه برخه کې را ټولیږي او بندونو ته زیان رسوي.