د احصایې او معلوماتو ملي ادارې هغه شمېرې خپرې کړې چې ښيي، د پروسږ کال په حوت میاشت کې د هېواد د صادراتو ټولیز ارزښت ۱۴۱٫۱ میلیون ډالر او د وارداتو ټولیز ارزښت ۷۸۹٫۶ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی.

دې ادارې نن سې‌شنبې د حمل ۲۸مه دا ارقام داسې مهال خپاره کړي چې د ۱۴۰۱ په حوت مياشت کې د هېواد د صادراتو ټوليز ارزښت ١٧٤ ميليونه ډالرو ته رسېدلى و.

د اعلامیې پر بنسټ، د دغو ارقامو تحلیل ښیي چې د ۱۴۰۱ په حوت میاشت کې د ۱۴۰۲ حوت میاشتې په پرتله د صادراتو کچه ۳۲٫۹ میلیونه ډالره زیات وو.

بلخوا د هېواد د وارداتو ټولیز ارزښت په ۱۴۰۱ کال کې د حوت په میاشت کې ۶۹۰٫۴ میلیونه ډالر و، چې د ۱۴۰۲ په همدې میاشت کې ۹۹٫۲ میلیونه ډالره زیاتوالی پکې راغلی دی.

د دې ادارې لخوا خپرې شوې شمېرې ښيي، چې د ۱۴۰۲ د حوت په میاشت کې تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو هېوادونو ته شوي دي.

د ویلو ده چې د ۱۴۰۱ په حوت کې تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، هند او چین ته کېدل.

دا یادونه هم ضروري ده چې په صادراتو کې صادرات او بيا صادرات شامل دي او په وارداتو کې د محصول او غير محصول واردات شامل دي.