اروپایي ټولنه نن سې‌شنبې د اپریل ۱۶مه د دې ټولنې د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه انلاین غونډه کې پر ایران د نویو بندیزونو د لګول کېدو موضوع څېړي.

د دې غونډې د جوړیدو غوښتنه د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې د مشر «جوزپ بوریل» له خوا شوې او په دې غونډه کې به د ایران د اسلامي جمهوریت په خلاف نوي بندیزونه وڅیړل شي او د هغوی د غوښتنې په هکله به رای کارونه وشي.

اروپايي ټولنه دا غونډه داسې مهال کوي چې پر اسراییلو د ایران برید په سیمه کې د کړکیچ د زیاتیدو په اړه پراخې اندیښنې راپارولې او دا بریدونه د یو شمېر هېوادونو لخوا غندل شوي هم دي.

تر اوسه پر ایران د بندیزونو د لګولو په اړه د وړاندیز شوي پلان جزیات نه دي ورکړل شوي.

بلخوا د ایران اسلامي جمهوریت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.