د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر له اسراییلو غوښتي چې پر ايران له توغنديزو او ډرون بريدونو ډډه وکړي.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر «ډیویډ کامرون» له سکای نیوز سره په خبرو کې ویلي چې د ایران د شنبې په شپه د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه د دغه هیواد لپاره دوه اړخیزه ماتې ده.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي: “دا برید تقریباً یوه بشپړه ناکامي وه او نړۍ ته یې وښودله چې دوی په سیمه کې یو شیطاني قوت دی چې دوی دې کار ته چمتو دي. له همدې امله، موږ هیله لرو چې هیڅ ډول غچ اخیستونکی ځواب ورنکړل شي.”

تر دې وړاندې وال ستریت ژورنال راپور ورکړی و چې ښايي اسراییل نن دوشنبې پر ایران ځوابي برید وکړي.

په دمشق کې د اسراییلو پر کونسلګرۍ د برید په غبرګون کې ایران د شنبې په شپه پر اسراییلو پراخ ډرون او میزایل بریدونه وکړل.

بلخوا اسراییلو ویلي چې د امریکا او برتانیې په ګډون یې د خپلو متحدینو په همکارۍ ۹۹ سلنه بریدونه خنثی کړي دي.