د اسلامي امارت د سټنډرډ اداره وايي،‌ د شیخ ابو نصر فراهي بندر له لارې یې ۱۹ ټانکره او د حیرتان بندر له لارې دوه واګونه بې‌کیفیته تېل ایران ته ور ستانه کړل.

د سټنډرډ ادارې (دوشنبه، دوري ۲۷مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، د شیخ ابو نصر فراهي بندر له لارې یې ۱۹ ټانکره او د حیرتان بندر له لارې یې ۲ واګونه بې‌کیفیته تېل بېرته ایران ته ورګرځولي دي.

د سټنډرډ ادارې ویلي د حیرتان بندر له لارې ۲ واګونه بې‌کیفیته تېل چې وزن یې ۱۱۹ ټنه او ۴۵۰ کیلوګرامه و، بېرته ایران ته ور وګرځول.

یادې ادارې پر سوداګرو غږ وکړ چې هېواد ته د بې‌کیفیته توکو له واردولو ډډه وکړي.

که څه هم ایراني چارواکو تر دې وړاندې نیوکه کړې وه چې اسلامي امارت د سټنډرډونو معلومولو لپاره مناسب سیستم نه لري خو اسلامي امارت یې په ځواب کې ویلي وو، چې د افغانستان په ټولو بندرونو کې یې د نړۍ د پرمختللو کمپنیو د سټنډرډ معلومولو سیسټم لګېدلی دی.