وال سټرېټ ژورنال راپور ورکړی چې ښايي اسراییل نن دوشنبې د ایران بریدونو ته ځواب ورکړي. وال سټرېټ ژورنال په یوه راپور کې ویلي، امریکايي چارواکي وړاندوېینه کوي چي اسراییل به د دوشنبې په ورځ د ایران بریدونو ته ځواب ورکړي.

په ورته مهال د اسراییل د پوځ ویاند ویلي دي چې هیواد یې د ایران د برید په ځواب کې زیات انتخابونه وړاندې کړي دي. هغه زیاته کړې چې اسراییل به د دوشنبې په ورځ یا راتلونکو ورځو کې د مخ پر وړاندې ګامونو پرېکړه وکړي.

په ورته مهال نیویارک‌ټایمز هم راپور ورکړی چې اسراییل به پرته له شکه ځواب ورکړي.

په ملګرو ملتونو کې د اسراییل استازی وايي، ایران ته له اسلامي مقدساتو هم د اسراییل ځپل او په سیمه کې تاوتریخوالی زیاتول مهم دي. هغه خبرداری ورکړی، چې ” موږ د غچ اخیستلو  حق لرو.”

له دې سره په یو وخت د فرانسې ولسمشر ویلي: «موږ به په خپل ټول توان د تاوتریخوالي د زیاتوالي مخنیوي هڅه وکړو او اسراییل به قانع کړو چې د ایران برید ته ځواب ورنه کړي.»

ایمانویل مکرون په منځني ختیځ کې د جګړې د احتمالي زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې ده.