ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې په تېر کال کې افغانستان ته د ایران د نفتو صادرات یو میلیارد او ۸۷۱ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، چې د پروسږ کال په پرتله ۱۳٫۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

په افغانستان کې د ایران د سوداګرۍ او صنایعو چارو سلاکار حسین راستي د وږي ۲۶مه، د شنبې په ورځ وویل، چې افغانستان ته د ایران د بې کیفیته تېلو صادرات په ۱۴۰۲ کال کې یو میلیارد او ۸۷۱ میلیونه ډالرو ته رسېدلي چې د همدې وخت په پرتله ۱۳،۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

په افغانستان کې د ایران د سوداګرۍ سلاکار وویل، افغانستان ته د ایران د غیر تیلو صادراتو ارزښت د ۱۴۰۲ کال په وروستیو دولسو میاشتو کې ۲۲۴ میلیونه ډالره او وزن یې ۹۶۳ زره ټنه زیات شوی، چې د ایران د غیر نفتو صادراتو ټولیز ارزښت جوړوي. افغانستان په۱۴۰۲  کال کې۱،۸۷۱ ملیارد ډالرو ته رسیدلی او د وزن له پلوه۳۴۱۴ ټنو ته رسیدلی چې د تیر کال په پرتله په وزن کې۲۸٪ زیاتوالی راغلی.

دغه ایراني چارواکي ویلي، چې افغانستان ته د دغه هېواد د نفتو صادرات له څلور کلن کمښت وروسته تېر کال د لوړېدو په حال کې دي او افغانستان ته د ایران په صادراتو کې ۱۰۰۰ نوي توکي اضافه شوي دي.

په افغانستان کې د ایران د سوداګرۍ سلاکار همایون همایون وویل، تېر کال ایران ته د افغانستان د صادراتو کچه له ۱۳ میلیونو ډالرو ۴۳ میلیونو ډالرو ته لوړه شوې چې د ارزښت له پلوه ۴۵ سلنه او په وزن کې یې ۱۰۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د سوداګریزو هیتونو د شمېر زیاتول، د پولو په اوږدو کې د اسانتیاوو برابرول او په ګمرکونو کې د کاري ساعتونو غځول، په تهران کې د دواړو هېوادونو د ګډ اقتصادي کمېسیون د غونډې ترسره کېدل په کابل، هرات، تهران او مشهد کې د سوداګرۍ کنفرانسونه، په هرات کې د ایران د صادراتي ظرفیتونو د ځانګړي نندارتون جوړېدل، د څه باندې پنځوسو نندارتوني پلاوي تبادله او د ایران د صادراتي توکو ښه کیفیت د ایران د صادراتو د زیاتوالي لامل شوی دی.

ایراني رسنیو د ایران د سوداګرۍ د پراختیا سازمان په حواله لیکلي چې افغانستان د ایران د صادراتي توکو اووم ځای دی او د ایران د ګمرکونو د رسمي شمېرو له مخې د ۱۴۰۲ کال په دولسو میاشتو کې د ایران د صادراتي هدف لرونکو هېوادونو په منځ کې د سوداګرۍ تر ټولو لوړ مثبت توازن ثبت شوی دی.