د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو ریاست مسوولین وایي چې د تېر اختر په شپو کې په ټول هېواد کې ۱۰۲ ترافیکي پېښې شوې چې له امله یې ۵۰ کسانو ژوند بایللی دی.  

د یاد وزارت د ترافیک پولیسو ریاست په اعلامیه کې ویل شوي چې په دې ترافیکي پېښو ۱۸۵ کسان نور ټپیان شوي دي.

د اعلامیې له مخې چې د دې پېښو له امله په مړو شویو کې ۲۹ نارینه، ۸ ښځې، ۱۳ ماشومان وو او په ټپيانو کې ۱۱۸ نارینه، ۳۴ ښځې او ۳۳ ماشومان شامل دي.  

د یاد ریاست په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د دې ترافیکي پېښو ستر لاملونه د چلوونکو بې‌احتیاطي، ګړندی سرعت او د ماشومانو لخوا د وسایطو چلول بلل شوي دي.  

د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو ریاست د مسوولینو په وینا چې د اختر په شپو کې ۱۹ پېښې په هرات، ۱۱ په غزني او لس په پکتیا کې شوې دي.

د ویلو ده چې پر اختر سربېره په نورو ورځو کې هم ترافیکي پېښې په کمسارې توګه زیاتې شوې چې له امله یې د نارینه‌وو په ګډون ښځو او ماشومانو ته هم مرګ‌ژوبله اوړي.