د افغانستان لپاره د امريکا د متحدو ايالتونو ځانګړي استازي «توماس ويسټ» د متحده عربي اماراتو د سفير له مرستيال «محمد ابو شهاب» د افغان ښځو او نجونو د پياوړتيا په اړه يې خبرې کړې دي.

ملګرو ملتونو ته د عربي متحده اماراتو راغلي پلاوي په اېکس پاڼه کې د یوه پیغام په خپرولو سره د دغې ناستې خبر سربېره لیکلي یې دي چې دواړو لورو د افغانستان پر وروستیو بدلونونو هم خبرې وکړې.

همدارنګه ویسټ او ابو شهاب د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستي پریکړه لیک د عملي کیدو په اړه هم خبرې وکړې چې د متحده عربي اماراتو او جاپان لخوا چمتو شوي دي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ویلي وو چې د افغانستان ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه کار په جدي توګه روان دی.