د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په يوه دوستانه لوبه کې له چين سره مساوي شوه.

د فوټسال کمېټې مسوولينو ويلي، چې نن (جمعه د وږي ٢٤مه) د افغانستان ملي لوبډلې په ټايلند کې له خپل سيال چين سره لوبه وکړه او په پاى کې يې د ٢-٢ په توپير مساوي پاى ته ورسېده.

د ویلو ده چې «حسین محمدي» په دې لوبه کې د چین پر وړاندې د افغانستان په ګټه زیات ګولونه ووهل.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د فوټسال لوبغاړو پرون د سعودي عربستان پر وړاندې مساوي کړه.

د افغانستان لپاره «مهدي نورزي او امید قنبري» زیات ګولونه وهلي وو.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې تر دې وړاندې د تایلنډ، تاجکستان، میانمار او د تایلنډ یوه کلب لوبډلو ته ماتې ورکړې وه.

د فوټسال ملي لوبډله به د روان کال په اسيا جام سیالیو کې له ايران، کويټ او بحرين سره په یوه ګروپ کې ده، او خپله لومړۍ لوبه کې د ۲۰۲۴ کال د روانې میاشتې په ۱۸مه نېټه د ايران له ملي لوبډلې سره په تایلنډ کې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.