په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوی دفتر یا یوناما تشیال (فضا) ته د انساني سفر د ورځې په مناسبت ویلي چې پښتو څلورمه نړیواله رسمي ژبه ده چې په ۱۹۹۸ کې د «عبدالاحد مومند» لخوا پرې په فضا کې خبرې شوې دي. 

یوناما په خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې عبدالاحد مومند چې کله تشیال ته پورته شو، له هغې ځایه یې له خپلې مور سره په پښتو ژبه تلفوني خبرې وکړې او په دې ترتیب پښتو څلورمه نړیواله رسمي ژبه شوه چې په فضا کې ویل شوې ده. 

نن د اپریل ۱۲مه (۲۴ حمل) فضا ته د انسان د سفر نړیواله ورځ ده. له نن څخه ۶۰ کاله وړاندې فضا ته په لومړي ځل «ګاګارین» سفر وکړ او دا ویاړ یې د ځان لپاره ثبت کړ.

بلخوا افغان عبدالاحد مومند له نن څخه ۳۵ کاله وړاندې په ۱۹۸۸ میلادي کې د نهو ورځو لپاره فضا ته سفر وکړ.

د ویلو ده چې پښتو د افغانستان له دوو رسمي ژبو څخه ده چې د افغانستان په ډېرو سیمو کې د خلکو لخوا ویل کېږي.