د ا.ا بهرنیو چارو وزارت سرپرست «امیرخان متقي» د حماس سیاسي دفتر له مشر، «اسماعیل هنیه»سره د ټیلفوني اړیکې له لارې د خواخوږۍ ترڅنګ پر غزې د اسراییلو د بریدونو دوام غندلی دی.

امیرخان متقي ویلي چې د دغو قربانیو په پایله کې به فلسطین هم د افغانستان په څېر ازاد شي.

د یادولو ده چې تیره ورځ چهارشنبه د وږي ۲۲مه د غزې تړانګې پر شمال د اسراییلو په هوایي برید کې د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر رییس اسماعیل هنیه د درېیو زامنو په ګډون د نوموړي د کورنۍ ۷ غړي و وژل شول.

دغه برید د غزې په شمال کې د «الشاطي»پر پنډغالي ترسره شوی دی.

له دې سره د ترکیې ولسمشر «رجب طیب اردوغان» هم د حماس د سیاسي دفتر مشر سره په ټلیفوني اړیکه کې د نوموړي د کورنۍ د اووه غړو پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې ده