په قطر کې د سرپرست حکومت د سیاسي دفتر مشر وايي، د عدلیې وزارت له خوا ټاکل شوی کمېسون د ا.ا د افغانستان د سیکانو او هنديانو د غصب شویو جایدادونو او شتمنیو د خلاصون پړاو پیل شو.

په قطر کې د ا.ا د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د چهارشنبه د وږي ۲۲ هندو ورځپاڼې ته وویل، چې د عدلیې وزارت په مشرۍ دغه کمیسیون د دې لپاره جوړ شوی، چې سیکان او هندوان غصب شوې ځمکې او شتمنۍ بېرته دوی ته ورکړل شوې.

تر دې وړاندې د ا.ا د عدلیې وزارت اعلان کړی و چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون د هندي اتباعو د ځمکو د غصب په اړه څیړنه کوي.

دغه وزارت د روان لمریز کال د کب ۱۹مه یوه خبرپاڼه خپره کړه او ویې ویل چې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون په ټول هېواد کې د هندي اتباعو د غصب شویو ځمکو د څېړنې بهیر پیل کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه کمېسیون په مرکز او ولایتونو کې د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي کمېټې ته لارښوونه کړې چې د هندي اتباعو هغه ځمکې چې د جعلي لیکو له لارې تر غصب لاندې دي او یا هم د غصب احتمال شته، تصدیق او په ګوته کړي.
د سرپرست حکومت د عدلیې وزارت ویاند زیاته کړه، چې د غصب شویو ځمکو له تایید او پېژندنې وروسته به د ګمارل شویو کمېسیونونو راپور وڅېړل شي او په اړه به یې لازم تصمیم ونیول شي.

له دې ټولو سره سره په قطر کې ا.ا د سیاسي دفتر مشر کابل ته د افغانستان د سیکانو له ډلې څخه د نریندر سینګ خالصه راستنېدل مهم بللي او ویلي یې دي چې نوموړی د سولې په پایله کې هېواد ته راستون شوی دی.

نریندر سینګ خالصه د پخواني جمهوریت پر مهال د افغانستان د ولسي جرګې غړی و او د ا.ا له بیا راتګ وروسته کاناډا ته ولاړ.

په دې وروستیو کې افغانستان ته د هغه د راستنېدو خبرونه خپاره شول، خو ځینو رسنیو د هغه خبره رد کړې او لیکلي یې دي چې افغانستان ته نه دی راستون شوی.