نړیوال بانک د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې د ښځو ادارې په اړه په خپل تازه راپور کې اعلان کړی چې په افغانستان کې د ښځو اقتصادي ونډه له ایران، یمن او فلسطین څخه لوړ، ۱۷۸م مقام کې دی.

د نړیوال بانک ۱۸۲ مخیز راپور نن خپور شوی او په دغه راپور کې په ۱۹۰ هېوادونو کې د ښځو اقتصادي ونډه ارزول شوې ده.

“ښځې، سوداګرۍ او قانون۲۰۲۴” د نړیوال بانک د راپور اصلي سرلیک دی چې په درېیو برخو کې د ښځو وضعیت څیړي: حقوقي چوکاټونه، د پالیسۍ جوړول او د قوانینو او پالیسیو پلي کول.

په دې راپور کې د د سیاحت خواوې، د کار ځای وضعیت، د معاشونو اندازه ، د میندو حقونه، سوداګري، پانګه اچونه، د ماشوم پالنه، امنیت، د واده وضعیت او تقاعد په دې راپور کې د ښځو وضعیت ارزولو لپاره کارول کیږي.

په دې درجه بندۍ کې افغانستان د حقوقي چوکاټ برخه کې له ۱۰۰ څخه یوازې ۲۰ نمرې او د پالیسۍ برخه کې له ۱۰۰ څخه یوازې ۱۳.۳ نمرې خپلې کړې دي.

دغه هېواد د پالیسۍ او حقوقي چوکاټ له پلوه هم له ایراني ښځو څخه په لږ توپیر سره ۱۸۷م ځای لري.

د نړیوال بانک د راپور له مخې، ایران د ۳۱.۳ نمرو په لرلو سره ۱۸۸م، له افغانستان وروسته یمن ۱۸۹م او فلسطین په ۱۹۰م ځای کې د مرګونو شخړو او قحطۍ له امله دی.

په ورته وخت کې بلجیم، کاناډا او ډنمارک د نړیوال بانک د راپور له مخې د درجه بندۍ په سر کې ځای لري.

له بلې خوا په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو د زده کړو او کار له ځنډېدو وروسته خصوصي سکتور او سوداګرۍ ته د ښځو لېوالتیا ډېره شوې ده.

په ورته وخت کې په افغانستان کې ښځینه پانګوالو تل په هېواد کې د سوداګرو ښځو د لا زیات ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د لاسي صنايعو د يوه پلورنځي مديرې صديقې طوفان له خامه پرېس سره په مرکه کې وويل، چې د لاسي صنايعو په کارخونو کې د کار لپاره د غوښتونکو د زياتوالي لامل د کار نشتوالى او د نجونو له زده کړې محروميت دى.

د اغلې طوفان په وینا، په دې وروستیو کې د هغې د پلور بازار ښه شوی او شاوخوا ۳۰۰ ښځې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له هغې سره په غیر مستقیم ډول کار کوي.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو او یو شمېر نړیوالو بنسټونو د ښځو د خصوصي سکټور په ملاتړ د عامه ژوند په ټولو برخو کې د ښځو پر باثباته ونډې ټینګار کړی دی.