د افغانستان د فوتبال فدراسیون وايي چې د فوټسال ملي لوبډله به نن ‘پر تلوېزیون له ژوندي بهیر پرته’ د تاجکستان د فوټسال له ملي لوبډلې سره دوستانه لوبه وکړي. 

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا لوبه به نن س‌شنبې د حمل ۲۱مه مازدیګر شاوخوا څلور بجې په تایلند کې پيل او وشي. 

د دې ادارې په وینا چې دا لوبه به د دواړو لوبډلو د غوښتنې له مخې له ټلوېزیون او ژوندي بهیر پرته وشي. 

د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې تر دې مخکې د میانمار، تایلنډ او د تایلنډ د چنبوري کلب له ملي لوبډلو سره دوستانه لوبې کړې وې.

د ویلو ده چې ملي لوبډله په دغو څلورو سیالیو کې په دریو بریاوو او یوې ماتې سره توانېدلې ده.

د ویلو ده چې له دغو دوستانه سیالیو موخه د اسیا د ملتونو جام سیالیو کې د ګډون لپاره د هېواد د ملي لوبډلې ښه چمتووالی بلل شوی دی.