د افغانستان نامتو لامبو وهونکی عباس کریمي په امریکا کې د معلولینو د لامبو په نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي.

دا سیالۍ د روانې میاشتې په ۱۱مه نېټه د امریکا متحده ایالاتو په کوربه‌توب پیلېږي.

کريمي په داسې حال کې په دې سياليو کې ګډون کوي ​​چې د لامبو وهنې دغه افغان اتل تېر کال په امريکا کې د معلولينو د لامبو په نړيوالو سياليو کې يو د سرو او يو د سپينو زرو مډال ګټلی و.

په همدې حال کې، عباس کریمي په ۲۰۱۷ کال کې د نړۍ د لامبو وهلو په نهم نړیوال پارالمپیک سیالیو کې، چې د مکسیکو په کوربه‌توب د ۷۳ هېوادونو د ۶۳۷ لامبو وهونکو په ګډون جوړه شوې وه، د ۵۰ مترو تیتلی د سپینو زرو مډال وګاټه او په نړۍ کې لومړی کډوال لوبغاړی شو چې د نړیوال پارالمپیک لامبو وهلو مډال واخیست.

کریمي دا مهال په امریکا کې کډوال دی او د یو افغان تبعه په توګه په سیالیو کې برخه اخلي.