د هند کرکټ غوره لیګ سیالیو کې ممبي لومړۍ بریا خپله کړه. لکناو سوپر جاينټز ګجرات ټايټنز لوبډلې ته په لومړي ځل ماته ورکړه او له دې سره په دوو لوبو کې څلور افغان لوبغاړو ښه توپ‌اچونه وکړه.

تېره ورځ یکشنبه د مارچ ۷مه دوه لوبې ترسره شوې چې په لومړۍ لوبه کې د ممبي انډینز لوبډلې لپاره افغان لوبغاړي محمد نبي هم برخه اخیستې و.

ممبۍ ۲۳۴ منډې کړې وې او ډیلي بیا ۲۰۵ منډې وکړې چې ډیلي کاپیټلز په ۲۹ منډو لوبه وبایلله.

محمد نبي هم په لوبه کې اخیستل شوی و، چې په ۲ اورونه کې یې ۱۷ منډې یې ورکړې او کومه ویکټ یې وانخیسته.

بلخوا په دویه لوبه کې لکناو سوپر جاينټز لوبډلې د ګجرات ټايټنز لوبډلې ته د ۱۶۴ منډو هدف ورکړ.

راشد خان د ګجرات لپاره څلور اورونو کې يوه ویکټ واخيسته او ۲۸ منډې يې ورکړې. ورسره دوو نورو افغان لوبغاړو نور احمد هم ښه توپ‌اچونه وکړه. او د لکنو لپاره نوین الحق یوه ویکټ واخیسته.

نن ماښام د کلکتې او چینای ترمنځ لوبه ده.

د هند غوره لیګ سیالۍ د جمعه د مارچ ۲۲مه پیل شوې چې سږکال پکې اته افغان لوبغاړو برخه اخیستې ده.